Afghan Centre
The Poem
In Pashto
چینايي ژورنالسټ او شاعر: شي ټیو
انګليسي ژباړه: چیپ رولي
پښتو ژباړه: نورالحبیب نثار
جون
د جون میاشت به مې کله هم له ياده ونه وځي!
دا هغه میاشت ده چې په کې زما زړه مړ شو؛
دا هغه میاشت ده چې په کې زما شاعري مړه شوه؛
دا هغه میاشت ده چې په کې زما معشوقه د رومان د وینو په جهیل کې ډوبه شوه.
د جون میاشت به مې کله هم له ياده ونه وځي!
دا هغه میاشت ده چې سوځنده لمريې زما پر څرمنه اور بلوي؛
دا هغه میاشت ده چې زما د زړه د زخم رښتينی جوهر جوتوي؛
دا هغه میاشت ده چې کبان په کې د وینو له سره سمندرګي نه کومې بلې خوا ته د دې له پاره
ورلېښي چې د ژمي په درانه خوب ويده شي؛
دا هغه میاشت ده چې مځکه په کې له ځایه لېږدي او سیندونه په کې له شور او ځوږه پرېوځي او
یو پر بل ډېری شوي توري په کې مړیو ته نه شي ورلېږدېدلی!
Listen to the poem
Nurul Habib Nisar is a research scholar at the University of Peshawar and a candidate for a M. Phil degree in Pashto language and literature. For the last 18 years, he has worked with several local and international NGOs in different capacities eg as a translator, editor, master trainer, textbooks writer, radio journalist.
Document Actions
- Send this
- Print this
- Bookmarks


















